Banner

تازه غزل: محمدحنيف حېران

25.12.2010 09:55

له  غرېوه ډکه ده جينۍ، مور ورته څه ويلي

کوي وړې وړې سلګۍ، مور ورته څه ويلي

زه لکه بت په اوږد نظر اوس هم ورګورم ورته

خو نه ښکاريږي په بلۍ، مور ورته څه ويلي

پخوا به ناسته وه وړه وړه  د کور مخې ته

اوس نه راوځي لېونۍ، مور ورته څه ويلي

خداى خبر ولې مې په زړه اوس داسې نه وريږي

لکه باران لکه ږلۍ، مور ورته  څه ويلي

مونږ لکه ستوري له مداره پسې ونه وځو

هغه په ورېځو کې سپوږمۍ، مور ورته څه ويلي

که راشي هم عادت د پېغلو وکړي بيا لاړه شي

مزه يې نه وي پخوانۍ، مور ورته څه ويلي

ښايي چې چا به يې وي ستر د نغمو مات کړى

چې نه ( غزل ) شته نه ( بدرۍ ) ، مور ورته څه ويلي

د کلي نجونې به د نجونو ميره څوک اوس ټاکي؟

هغه خو نه کوي چېندرۍ، مور ورته څه ويلي

لکه ماشوم يې کړم غلط په نن سبا حيرانه

خوله يې رانکړه په راستۍ، مور ورته څه ويلي.

پکتيا، ګردېز__ ٢٢  دسمبر ٢٠١٠ ء کال

پرویز احمد رودوال 27.12.2010 13:00

دیر شکلی بیت

پخوا به ناسته وه وړه وړه د کور مخې ته

اوس نه راوځي لېونۍ، مور ورته څه ويلي

حمید احساس 27.12.2010 04:29

واه واه حیران صیب کمال دی کړې،
ډیر په زړه بیتونه دی لیکلې په هر بیت بلا بلا خبرې کیدې شي، بس دا به درته وایم چې ډیره ستاینه به یې نه کوم، بیا به ځان درنه ورک شي، او که ځان درنه ورک شو، بیا دی نه شو لاس ته راوړلې، بس الله دی راته تر ډیره لره، عمر دی اوږد شه.

حمیدالله 26.12.2010 08:43

حیران صاحب سلامونه
داچې شاعر نه یم خو غزل دې ماته ډیر خوند راکړ

دوست محمد (ځونډی) 25.12.2010 15:28

سلامونه ،
حيران صیب ! بې کـــچې رواني ،ســادګي او کليوال اوانځورونه دي .کوم بيت مې ځکه انتخاب نه کــــړ چې بيا به له بيت سره زياتی و .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.